د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې د سعودي عربستان د «دلتا» نړیوالې کمپنۍ اجرایوي رییس «شاهر التقي» د کانونو او پټرولیم له وزیر، ملا هدایت الله بدري سره کتلي دي.
دغه وزارت خبر ورکړی چې د دې کتنې پرمهال دواړو لوریو د افغانستان د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د پانګونې او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د دلتا شرکت عمومي اجرايوي رییس ویلي چې د وزارت له لوري د اړوندو چارو د اسانتیا او له شرکت سره د تفاهم او هوکړې په صورت کې چمتو دي چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.


