د فراه ځايي مسؤلین وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان حکومت او همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ د یو میلیارد، ۹۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۱ پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.
د ځايي مسؤلینو په وینا، یادې پروژې د روغتیا، پوهنې، ګمرک، ارشاد، حج او اوقافو، ښاروالۍ، ټرانسپورټ او ټولګټو چارو په برخو کې پلې شوې دي.
مسؤلین زیاتوي، د دغو پروژو د پلي کېدو موخه د عامه خدمتونو د کیفیت ښه کول او د بېلابېلو برخو د اړتیاوو پوره کول دي.


