د پنجشېر ځايي مسؤلین وایي، روان کال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۸ سلنه زیات شوي دي.
د مسؤلینو په وینا، سږ کال له پنجشېر څخه ۶۷۰ مټریک ټنه بادام راټول شوي، په داسې حال کې چې تېر کال د بادامو حاصلات ۶۲۰ مټریک ټنه وو.
د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې پر ۲۳۵ هکټاره ځمکه د بادامو نیالګي کرل شوي، چې د حاصلاتو د زیاتوالي له عواملو څخه بلل کېږي.


