د فاریاب د میمنې ښاروالۍ مسؤلین وایي، د ۱۴۰۵ مالي کال په دویمه ربع کې یې ۴۶ میلیونه، ۵۷۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د ښاروالۍ په وینا، یاد عواید د ښاروالۍ د جایدادونو له کرایې، د صنفي جوازونو له وېش، د دولتي او استوګنیزو ودانیو د صفایۍ له محصول او د نورو ښاري خدمتونو له وړاندې کولو څخه ترلاسه شوي دي.
مسؤلین وایي، د عوایدو راټولول د ښاروالۍ د عادي فعالیتونو او ښاري خدمتونو د تنظیم او وړاندې کولو لپاره ترسره کېږي.


