د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ریاست او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ترمنځ د مزار شریف ښار د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا او د اوبو شبکې د ښه والي په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د تفاهمنامې له مخې به د سره صلیب نړیواله کمېټه د مزار شریف ښار د اوبو د تولید او وېش ظرفیت لوړولو، د اوبو رسولو شبکې پراختیا او د زړو شبکو د بدلولو ترڅنګ، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د اړینو تجهیزاتو او وسایلو په برابرولو کې همکاري وکړي.
د شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم ویلي، چې د دې همکارۍ له عملي کېدو سره به د شرکت تخنیکي او عملیاتي ظرفیت پیاوړی او د مزارشریف ښار اوسېدونکو ته به د پاکو او صحي اوبو د برابرولو لا ښه زمینه مساعده شي.


