د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د نورستان له والي ذینالعابدین عابد سره لیدلي او په نورستان ولایت کې یې د پراختیايي پروژو د وضعیت او د خلکو د اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نورستان والي په دې لیدنه کې د یاد ولایت د پراختیايي پروژو په اړه معلومات وړاندې کړي او د اوبو رسولو د لا ډېرو شبکو د جوړېدو په ګډون یې د خلکو شته ستونزې او اړتیاوې له وزیر سره شریکې کړې دي.
ملا عبداللطیف منصور ویلي، چې وزارت یې محرومو او له اسانتیاوو لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د شته امکاناتو له مخې به په نورستان کې د لا ډېرو پراختیايي پروژو د پلي کېدو لپاره هڅې وکړي.


