د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ژاو شېنګ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د مخه ښې لیدنه کې د افغانستان او چین د اړیکو او دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، مولوي امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې تاریخي او مثبتې بللي او د ژاو شېنګ د ماموریت د مودې د فعالیتونو ستاینه یې کړې ده. نوموړي د چین سفیر ته په راتلونکي ماموریت کې د بریا هیله هم څرګنده کړې ده.
په ورته مهال، ژاو شېنګ د افغانستان او چین اړیکې دوستانه بللې، د خپل ماموریت پر مهال یې د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې شي.


