د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، چې د یاد وزارت د خوړو او درملو معینیت، د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله هیواد افغان هربل تولیدي فابریکه تړلې ده.
د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه د ۳۱ قلمه غیرقانوني او بېکیفیته درملو د تولید او له رسمي اجازې پرته په خپل سر د ځای بدلولو له امله تړل شوې ده.
زمان وايي، د خلکو د روغتیا د خوندیتوب او د ناروغیو د مخنیوي په موخه به د ناقانونه او بېکیفیته درملو پر وړاندې ورته اقدامات دوام ولري.


