د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ریاست عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره لیدلي او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
خبرپاڼه کې راځي، چې مولوي احمدجان بلال په سیمه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ پر بنأ د ولاړو اړیکو پر زیاتولو ټینګار کړی او ویلې یې دي، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست له ایران سره په پراختیايي او تولیدي سکټورونو کې د ګډو همکاریو د زیاتولو په لټه کې دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي هم د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې ایران د نفتو، برېښنا، د سرې تولید، اصلاح شویو تخمونو، مرغداري او نورو اړوندو برخو کې له امارتي شرکتونو سره د ګډو همکاریو لېوالتیا لري.
د خبرپاڼې د معلوماتې له مخې، دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس به په نږدې راتلونکې کې ایران ته د نفتي توکو د قراردادونو د ترسره کولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره سفر وکړي او هلته به له ایراني چارواکو سره په بېلابېلو برخو کي لیدنې ولري.


