د هیواد دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د ترکیې هېواد د ملي استخباراتو ادارې له رئيس، ډاکټر ابراهیم “کالن” او مل پلاوي سره په خپل دفتر کې کتلي دي.
سرچينې ويلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د امنیتي مسایلو او د سیمهییز امنیت او ثبات په اړه خبرې او د نظرونو تبادله کړې.
په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت هم ټینګار شوی.


