کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې له رئیس ابراهیم کالن او مل پلاوي سره کتلي.
سرچينې ويلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ګڼو برخو کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د امنیت، مخدره موادو پر ضد د مبارزې، د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ پر همغږیو او ځینو سیمهییزو مسایلو خبرې کړي.
معلومات ښيي، چې د ترکیې د استخباراتو رييس به له ګڼو نورو افغان مسولينو سره هم وګوري.


