واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د ایران په جګړه کې د امریکايي سرتېرو تلفات لږ تر لږه ۲۲ کسانو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزارت په عامه معلوماتي ډیټابېس کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۸ ښودل شوی دی.
دغې امریکايي ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د تلفاتو له داخلي معلوماتو سره د اشنا شپږو چارواکو په حواله ویلي، چې پنځو چارواکو لږ تر لږه د ۲۲ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې، خو یوه بل چارواکي ویلي چې دغه شمېر ۲۳ کسانو ته رسېږي.


