د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا اقداماتو پر مهال په پنځو ولایتونو کې د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه، ۴۸ کیلوګرامه شیشه، ۱۱ زره نشهيي ټابلیټونه او څه باندې ۲۳ زره کیلوګرامه په نشهيي توکو کې کارېدونکي مواد، له سلګونو لیټرو تېزابو سره، کشف او ضبط کړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په اروزګان ولایت کې د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه او ۴۸ کیلوګرامه شیشه، په کندهار او کابل ولایتونو کې ۱۱ زره نشهيي ټابلیټونه او په هلمند او غزني ولایتونو کې څه باندې ۲۳ زره کیلوګرامه په نشهيي توکو کې کارېدونکي مواد، له سلګونو لیټرو تېزابو سره، کشف او ضبط شوي دي.


