اردو پواینټ انلاین رسنۍ خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا او انجینرۍ ایالتي وزیر فضل شکور خان نن دوشنبه د لویې لارې پر سر نامعلومه وسلهوالو کسانو تښتولی دی.
د راپور له مخې، وسلهوالو د نوموړي موټر پر لویې لارې درولی او د موټر پر ټایرونو یې ډزې کړې دي او وروسته یې فضل شکور خان له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولی دی. د پېښې ویډیو هم خپره شوې، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه بېلابېل راپورونه شته.
تر اوسه د نوموړي د تښتونې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او دا هم نه ده روښانه شوې چې وسلهوال کسان د کومې ډلې اړوند دي.


