رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ د جرمني لویدیځ کې د اشپانګدالم هوايي اډې اړوند یوې F-16 جنګي الوتکې لوېدو خبر ورکړی دی.
د پوځي چارواکو په وینا، د الوتکې پیلوټ د پراشوټ په واسطه له الوتکې ځان غورځولی او اوس تر درملنې لاندې دی.
د امریکا پوځ ویلي، د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي او د الوتکې د لوېدو علت لا تر څېړنې لاندې دی.


