د کور او ښار جوړونې وزارت وايي، راتلونکي کې د نوي کابل ښار اوبو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کاپيسا له صیاد څخه کابل ته د پاکو اوبو د انتقال ستره پروژه د تخنیکي ارزونې او ډیزاین په پړاو کې ده.
سرچینې ویلي، د موجودې طرحې له مخې، د اوبو د انتقال لپاره شاوخوا ۵۵ کیلومتره مسیر په پام کې نیول شوی دی.
ويل شوي، چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) د ۲۰۱۲ کال د مطالعاتو پر بنسټ، د نوي کابل ښار د لومړنیو څلورو پړاوونو، د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې او الشیخ ښارګوټي لپاره د اوبو اړتیا په یوه ثانیه کې شاوخوا ۷.۳۴ متر مکعب اټکل شوې ده.
د مطالعاتو له مخې، د صیاد د ځمکې لاندې اوبو له طبیعي طبقو څخه په یوه ثانیه کې شاوخوا ۴ متر مکعب اوبه ترلاسه کېدای شي؛ خو د نفوذي ګالري سیستم په کارولو سره دغه ظرفیت تر ۶.۳ متر مکعب ته رسېدای شي، چې د نوي کابل ښار د اوبو اړتيا به پوره کړي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال د کابل اوسني ښار ته هم له شکردرې ولسوالۍ او پنجشېر ولايت څخه د اوبو هر انتقال بحث روان دی او ښايي ژر یې عملي چارې پيل شي.


