اصلي او اغېزمن مخالفت هيڅکله په دروغجنو ډرامو، سېنمايي صحنو او جعلي تبليغاتو نه شي ثابتېدای، بلکې په مشروعیت، رښتینولۍ او عيني واقعيتونو ثابتېږي. مخالفین باید پوه شي، چې له افغان حکومت سره مبارزه په زړو، جعلي او دروغجنو ويډيوګانو نه کېږي، نه هم په دې لاره ځان ثابتولای شي، بلکې د خلکو په فکرونو کې لا سپک کېږي او حیثیت یې لا ډېر توږل کېږي.
مقاومت او نورې بېلابېلې خیالي ډلې د خپل مخالفت او حضور د تثبیت لپاره پخوانۍ ثبت شوې ویډیوګانې خپروي، څو وښيي چې دوی په عملي توګه مخالفت ته رامخته شوي دي؛ خو مقاومت په دې صحنه سازیو نه پیلېږي او نه بریا ته رسېږي. تش په نوم مقاومت او نورو ډلو په تېر کې هم ورته ادعاوې کړې دي، خو په تېرو پنځو کلونو کې د لږ جرئت له کولو سره وژل شوي او د خپل نامشروع مخالفت سخته سزا یې لیدلې ده.
یو ثابت او حساب شوی مخالفت روښانه او منطقي موخې، مشروعیت، ولسي ملاتړ، منظم سیاسي چوکاټ او څرګند حضور ته اړتیا لري؛ خو د افغان حکومت مخالفین له دې ټولو بې برخي دي، ځکه نو فکر کوي، چې خپل مخالفت په دروغجنو تبلیغاتي ویډیوګانو ثابتولای شي. سره له دې چې مخالفینو په تېرو پنځو کلونو کې د پورتنیو ټولو مواردو په اړه جلا جلا ناستې کړې دي، چې د خپل منځي اختلاف، د یو بل له ځپلو او د یو بل له پښو وهلو پرته یې بله پایله نه ده ترلاسه کړې.
پنځه کاله وړاندې د مخالفت او مقاومت بې شرمه جنګ سالارانو ادعا کول چې د افغانستان ولس، د دوه لسیزو مخکنی ولس نه دی؛ اوس چې هغه ولس نه دی، نو مخالفین باید په دې هم پوه شي، چې ولس د دوی دروغجنې ویډيوګانې، خیالي ادعاوې او رسنیزې ډرامې ویني، په اړه یې قضاوت کوي او لا نور یې د دوی په وړاندې کرکه زیاتېږي، ځکه د هیچا داعیه، خبره، دریځ او تګلاره په دروغو نه شي ثابتېدای.
په دې وروستیو کې د تش په نوم مقاومت ډلې د نظامي برخې مشر صالح محمد ریګستاني دوه ویډیوګانې خپرې شوې دي؛ په لومړنۍ ویډيو کې چې نظامي لباس یې پر تن دی، په یوه غرنۍ سیمه کې ولاړ دی، په یاده ویډیو کې شاوخوا سیمه نه معلومېږي، بلکې یوازې نوموړی په یوه غره کې کیمرې ته نږدې ولاړ دی. تجربه دا ده چې مخالفې ډلې دا ویډیوګانې د پوځي رژیم تر کنټرول لاندې چترال او نورو غرنیو سیمو کې جوړوي، ځکه هلته هم د ډېری سیمو جغرافیايي جوړښت د افغانستان له ځینو سیمو سره ورته دی.
د ریګستاني دویمه ویډیو بیا ډېره موده وړاندې جوړه شوې ده، ځکه خو یې نېټه هم د اټکل له مخې ویلې ده؛ نوموړي ویلي: نن ورځ د ۲۰۲۶م کال، د سپټمبر، ۲۱مه، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال، د مېزان میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري. په داسې حال کې چې د میزان میاشتې لومړۍ نېټه د سپټمبر میاشتې له ۲۳مې نیټې سره سمون لري.
دا تاکتیک د مقاومت ډلې یو بل وژل شوي قوماندان حسیب قوای مرکز هم کاروه، په داسې حال کې چې په ویډیوګانو کې د ذکر شوې نیټې پر مهال به یې په هېواد کې حضور نه درلود. په وروستي ځل نوموړی له پاکستانه د تخریبي فعالیتونو لپاره افغانستان ته راغلی و، چې له لومړۍ لحظې تعقیب او په یو لړ پېچلو عملیاتو کې ووژل شو. ریګستاني هم د هغه په څېر یوازې ناکام تاکتیکونه کاروي، خو نور د دې جرئت نه لري، چې اصلي ډګر ته راشي او وښيي چې واقعاً فزیکي حضور لري.
په اصل کې دا تبلیغاتي صحنه سازۍ د دوی د بې وسۍ وروستی حد دی؛ که دې هر څه واقعیت درلودای، نو دوی نه اړ کېدل چې تمثیلي ویډیوګانې خپرې کړي، شعارونه ورکړي او د څو لحظو لپاره خپل سوړ بازار ګرم وساتي. له هرې غونډې مخکې او وروسته دا ډرامې خپرېږي او بیا د میاشتو لپاره حتی په ټولنیزو رسنیو کې هم ترې تم شي.


