د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا عبدالاحد فضلي د اتصالات، روشن، اټوما او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو له رییسانو او استازو سره په ناسته کې ویلي، چې د غیرقانوني سیمکارتونو وېش او پلور اوس صفر کچې ته راټیټ شوی او د پاتې لږ شمېر سیمکارټونو د ثبت او راجستر بهیر به هم په لنډ وخت کې بشپړ شي.
په دې ناسته کې د سیمکارټونو د ثبت او راجستر، د وزارت د لارښوونو د پلي کېدو، د مخابراتي سکټور د پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه هم خبرې شوي. ښاغلي فضلي د مخابراتي سکټور د پرمختګ لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی او ویلې یې دي، چې وزارت به د دغه سکټور د ستونزو د حل په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د مخابراتي شرکتونو مسوولینو هم د وزارت له همکارۍ او ملاتړ د مننې ترڅنګ ژمنه کړې، چې د وزارت د لارښوونو له مخې به هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې او محرومو سیمو ته به د مخابراتي اسانتیاوو د رسولو بهیر ته دوام ورکړي.


