رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا او ایران چارواکو د اووه میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره په تازه هڅو کې له منځګړو سره جلا-جلا خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، تمه ده چې راتلونکې خبرې به د ایران د اووه ورځني اوربند د تعدیل شوې طرحې پر سر متمرکزې وي، چې په ایران او لبنان کې د جګړو پای، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او پر تېلو د لګېدلو بندیزونو لرې کول پکې شامل دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د اوربند د نویو وړاندیزونو په اړه د امریکا ځواب ته په تمه دی، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له منځګړو سره د امریکايي چارواکو خبرې تایید کړې دي.


