انډپندڼټ رسنۍ راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر زیلينسکي وايي، چې شمالي کوریا روسیې ته ۱۰زره نور سرتیري استوي؛ ترڅو د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې ورسره مرسته وکړي.
زيلينسکي د اوکراین دفاعي استخباراتو ادارې د معلوماتو له مخې ويلي، دغه ځواکونه روسیې ته تر لېږد دمخه غوره او روزل کېږي.
زیلېنسکي ویلي، چې دا مهال د شمالي کوریا له ۸زره څخه ډېر سرتیري د روسیې په خاوره کې حضور لري.


