مولوي ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د پاکستان پوځي رژيم تېره شپه يو ځل بيا په کونړ او هلمند ولايتونو کې د عامو خلکو پر کورونو درنه بمباري ترسره کړې چې له امله يې يو شمېر کسان شهيدان او ټپيان شوي.
راپورونه وايي، تيره شپه شاوخوا ۳ بجې د کونړ ولايت په شلتن ولسوالۍ کې يو کور په نښه شوی چې له امله يې پنځه تنه عام وګړي شهیدان شوي دي.
په شهيدانو کې دوه سړي او درې ماشومان شامل دي او همدارنګه څو کسان نور ټپيان شوي هم دي.
هاخوا بيا د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د پاکستان پوځي رژیم لخوا ځینې کورونه په نښه شوي، چې په پایله کې یې څلور ملکیان شهیدان او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې اته نور ټپیان دي.


