د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په هېواد کې د زعفرانو تولید ۴۱ سلنه زیات شوی او روان کال د شاوخوا ۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، د افغانستان ډېری زعفران د سیمې هېوادونو، متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادر شوي دي.
په ورته مهال د هرات د کرنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې هر کال نږدې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران تولیدېږي او په دې برخه کې سلګونه ښځې او ماشومان هم پر کار بوخت دي.
ياده دې وي، چې د افغانستان زعفران د پرلپسې څو کلونو راهیسې د نړۍ په کچه د زعفرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپلوي.


