د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د سیاسي او د سولې ټینګښت په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي روزمیري ډیکارلو سره لیدلي او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو، بشري مرستو او د راستنېدونکو افغان کډوالو د اړتیاوو په اړه یې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د اقلیم بدلون او اوبو په برخو کې د افغانستان د اړتیاوو، د دوحې پروسې اړوند د نوو فرصتونو د موندلو او داسې همکاریو پر اهمیت هم د نظرونو تبادله شوې، چې عملي پایلې ولري او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز وکړي.
همدارنګه، د پاکستان د پوځي رژیم د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د زیانمنېدو په تړاو یې اندېښنې ورسره شریکې کړي او د ملکي وګړو د ساتنې او د ورته زیانونو د مخنیوي پر اهمیت خبرې شوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې د راتګ او له نوموړې سره د لازمې همغږۍ او همکاریو په اړه هم د نظرونو تبادله شوې.


