د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت لوړپوړي پلاوي د روسیې په رسمي بلنه د دغه هېواد په کوربهتوب د «Center-2026» په ستراتیژیکو ګډو پوځي تمریناتو کې ګډون کړی دی.
دغه پلاوی د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د قوماندان مولوي نصیب الله”مدني” په مشرۍ، د تمریناتو پر عملي پړاوونو سربېره، د عصري پوځي تجهیزاتو له نندارتون څخه هم لیدنه کړې، چې درنې وسلې، بېپیلوټه الوتکې، لرېواټن ویشتونکي توغندي او روباټیک سیسټمونه په کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
د دفاع وزارت په وینا، افغان پلاوي د سفر پر مهال د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له پوځي استازو سره د دوهاړخیزو اړیکو، پوځي تجربو، روزنې، مسلکي زدهکړو او ګډو همکاریو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده.


