د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس ضیا احمد تکل وایي، افغان حکومت به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا د بل هېڅ هېواد پر ضد وکارول شي.
تکل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د پاکستان پوځي رژیم د داسې دریځونو په مطرح کولو سره هڅه کوي خپلې غوښتنې پر افغانستان تحمیل کړي.
نوموړي دا څرګندونې د پاکستان پوځي رژیم د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړې دي. ډار له افغان حکومت غوښتي و، چې اجازه ورنه کړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
تکل وایي، افغان حکومت پاکستان، د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته په پرلهپسې ډول ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.


