د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د بدخشان له بروغیل سرحدي سیمې څخه د پامیر د وغجیر درې له لارې د چین تر پولې پورې غځېدلی ۱۲۱ کیلومتره جغلفرش سړک نن بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړي ویلي، چې په دغه سړک کې ۶۶ پلچکونه، څلور لوی پلونه او تر ۴۰۰۰ مترو پورې استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.


