د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې هغه ۱۲۱ کیلومتره سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي، نن د رسمي مراسمو په ترڅ کې د لوړ پوړو دولتي مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
دغه سړک د بروغېل له پولې څخه تر صفري نقطې پورې غځېدلی او د جغل اچونې چارې یې په درېیو کلونو کې د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت بشپړې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د واخان سړک د رغونې چارې په دوو پړاوونو کې ترسره شوې دي او د افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمې ځمکنۍ اړیکې لپاره مهمه لار بلل کېږي.


