داسې مهال چې نن سهار، د هېواد په شمال ختيځ کې د بدخشان د واخان سړک د چارو بشپړېدو او له چين سره د نښلون پروژې پرانیسته روانه وه د همدې ولايت مرکز فيض اباد ښار کې د عامو خلکو ترمنځ يوه چاودنه رامنځته شوه.
له چاودنې څخه څو شېبې وروسته د شر او فساد ډلو له منځه تش په نوم مقاومت جبهې د دې پېښې پړه پر غاړه واخيسته؛ خو له څه ځنډ تېرېدو وروسته داعش ډلې هم له بېلابېلو چينلونو څخه په غير مستقيم ډول د يادې پېښې د پړې منلو اعلان وکړ.
د يوې واحدې پېښې په اړه د داعش او شر او فساد ډلو له لوري پړه منل، د دوی دواړو ترمنځ د پراخو اړيکو او دوستۍ په اړه ګڼې پوښتنې راولاړوي او په ورته مهال د دواړو ډلو ترمنځ د تبليغاتو پر ترسره کولو کې د سیالۍ او له يوه بله د مخکې کېدو احتمال هم لري.
که څه هم تر اوسه د دواړو ډلو له لوري د پړې منلو اصلي لامل نه دی څرګند شوی؛ خو تر دې وړاندې هم هندوکش غږ د داعش او شر او فساد ډلو ترمنځ د همکارۍ په اړه اسناد او شواهد خپاره کړي و.
له بل لوري عام باور دا دی، چې داعش ډلې له پخوا په پاکستان کې د روزنې او مېشتېدنې او له هغه ځايه د پروژو اخيستو تجربه درلوده، چې په دې وروستيو کې د شر او فساد ډلې هم د پاکستاني استخباراتو غېږې ته ورغلي او د دواړو ورانکارو ډلو د اړيکو بهير یې غوړولی.
ياده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د غور ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې هم د يوې پېښې پړه د شر او فساد دوه بېلابېلو ډلو پر غاړه اخيستې وه.


