د افغانستان بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي، مسکو فارمټ غوندې ته په وینا کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ پر تعامل او مستقيم سياسي ډيالوګ ټينګار کړی.
نوموړي ويلي، چې افغانستان غواړي د سیمې په راتلونکي کې د یوه مسئول شریک په توګه خپل رول ولوبوي.
د ښاغلي متقي په وينا، باور لري چې د افغانستان ثبات یوازې د افغانانو په ګټه نه بلکې د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیځ، چین، روسیې او په ټوله کې د ټولي نړۍ په ګټه هم دی.


