د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سرطان، ولادي او نسایي ناروغیو، نویو زېږېدلو ماشومانو او بېړنیو روغتیايي حالاتو په برخو کې له یو شمېر تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې.
د خبرپاڼې په حواله ښاغلي جلالي د دغو لیدنو پر مهال د پرمختللو طبي ټکنالوژیو، د سرطان د تشخیص او درملنې د نوو لارو چارو، د سرطاني درملو د څېړنو او د بېړنیو روغتیايي حالاتو د مدیریت له سیستمونو سره بلدتیا ترلاسه کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د روغتیايي تجربو او معلوماتو د تبادلې، د عصري طبي ټکنالوژۍ د کارونې، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوي.


