بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، شته فرصتونو او د ستونزو د حل په اړه یې خبرې کړې دي.
حمید قنبري ویلي، ایران چمتو دی چې د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، د کانونو د استخراج او د برېښنا د تولید په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه هم د نظرونو تبادله شوې.
محمد نعیم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه بللې او پر ګډو هڅو او همکاریو یې ټینګار کړی.


