ډراپ سایټ نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا د استخباراتو ادارې (CIA) یوې محرمانه ارزونې خبرداری ورکړی چې په اسرائیل کې ژورېدونکي سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اختلافات دغه هېواد د کورنۍ جګړې یا دولتي سقوط له خطر سره مخ کولی شي.
دغه ارزونه د CIA د «Red Cell» څانګې له لوري د اګست په میاشت کې د «له دننه درز» تر عنوان لاندې چمتو شوې او د اکتوبر د ۲۷مې ټاکنو تر مخه یې اقتصادي فشارونه، د پوځي لګښتونو زیاتوالی، د ارتودوکس یهودانو لپاره د اجباري پوځي خدمت له معافیتونو سره مخالفت او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د احتمالي بېثباتۍ له عواملو بللي دي.
په ارزونه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د واک د ساتلو هڅې هم د سیاسي او اساسي قانوني کړکېچونو له عواملو ګڼل شوې دي. راپور زیاتوي چې په غزه، لبنان او ایران کې کلونو جګړو د اسرائیلو دننه شته اختلافات لا ژور کړي، په داسې حال کې چې د اوږدمهاله جګړو له امله د پوځیانو رواني فشارونه هم زیات شوي دي.
د راپور له مخې، د اسرائیلو مخ پر زیاتېدونکی نړیوالې انزوا او په امریکا کې د ملاتړ کمېدل هم هغه عوامل دي چې د دغه هېواد دننه بېثباتي لا ژورولی شي.


