انادولو خبري اژانس د غزې د حکومتي رسنیو د دفتر له قوله ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو په ترڅ کې ۲۶۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، ۵۰ نور د اسرائیلي رژیم په زندانونو کې بندیان شوي چې ۲۳ یې لا هم بندیان دي.
د دغه دفتر مشر اسماعیل الثوابتې انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې درې خبریالان لا هم نادرکه دي. د هغه په وینا، د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله ۱۶ ټلویزیوني شبکو، ۱۱ راډیويي بنسټونو، ۱۲ ورځپاڼو او مجلو، ۲۳ ډیجیټلي رسنیزو ادارو او ۲۷ چاپخونو ته هم زیان اوښتی یا ویجاړې شوې دي.
د فلسطین د خبریالانو اتحادیه وايي، په وژل شویو خبریالانو کې ۲۷ ښځې شاملې دي او نږدې ۵۰۰ خبریالان ټپیان شوي دي. د دغې اتحادیې د معلوماتو له مخې، د غزې له شاوخوا ۱۲۰۰ خبریالانو څخه له پنځمې برخې ډېر وژل شوي او د ژوندي پاتې شویو خبریالانو له ۶۰ تر ۷۵ سلنې پورې یې له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
د راپور له مخې، د رسنیو د دفترونو او تجهیزاتو د پراخې ویجاړۍ له امله فلسطیني خبریالان اوس له خېمو، بېځایه شویو کمپونو او روغتونونو څخه د برېښنا، انټرنېټ، کمرې او نورو اړینو وسایلو له کمښت سره سره خپل کار ته دوام ورکوي.


