Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو
    افغانستان

    په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    عمران آغاعمران آغا7 اکتوبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پنځم ملي او نړیوال نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو، چې د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې، چین، ایران، هند او ترکیې په ګډون د سیمې د څه باندې ۲۰ هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو پکې ګډون کړی او د سلګونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو محصولات په څه باندې ۸۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغان حکومت د اقتصادي ودې او پراختیا ترڅنګ د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره هم کار کوي او هڅه کوي د افغانستان سرحدونه د ستراتیژیک اقتصادي مشارکت او سیمه‌ییز اتصال پر نقطو بدل کړي.

    نوموړي زیاته کړه، افغانستان د واخان له لارې له چین سره د نښلېدو او د سیمه‌ییز ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا له لارې د سیمې پر مهم اقتصادي مرکز د بدلېدو په حال کې دی. د هغه په وینا، د امام ابوحنیفه رحمه‌الله نندارتون د کورنیو تولیداتو د معرفي، د سوداګرۍ د پراختیا او د بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو د جذب لپاره مهم فرصت دی.

    د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، سره له دې چې پر افغانستان یو شمېر بندیزونه شته، د هېواد اقتصاد د ودې او پرمختګ په حال کې دی. نوموړي زیاته کړه چې د ۱۱۳ بهرنیو شرکتونو ګډون او له افغانستان سره د هغوی اقتصادي تعامل د هېواد د اقتصادي پرمختګ او سوداګریزو اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي.

    د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي هم ویلي، چې د افغانستان خصوصي سکتور له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د باوري اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او د ګډو پانګونو د زیاتېدو اړتیا ده. نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره باید د سوداګرۍ او پانګونې زمینه لا نوره هم پراخه شي.

    د نندارتون په موخه د ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم تېره ورځ کابل ته رسېدلی دی. دغه نندارتون به د تلې تر ۲۱مې، دوام وکړي او پکې به د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره فرصتونه برابر شي.

    مخکینۍ مقالهشیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۲۲ ټنه غیرمعیاري ودانیز توکي مسترد شوي
    راتلونکي مقاله د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: د افغان حکومت د مشرانو د نیولو امر د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض دی او له پخوانۍ ادارې سره د بهرني اشغال تر سیوري لاندې د نړیوالې جنایي محکمې رامنځته شوی تړاو د اوسني خپلواک افغانستان لپاره حقوقي اعتبار نه لري

    مربوطه لیکنې

    شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۲۲ ټنه غیرمعیاري ودانیز توکي مسترد شوي

    7 اکتوبر 2026

    د کرنې وزیر د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته تللی

    7 اکتوبر 2026

    د افغانستان او ناروې ترمنځ د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    6 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 7 اکتوبر 2026

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: د افغان حکومت د مشرانو د نیولو امر د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض دی او له پخوانۍ ادارې سره د بهرني اشغال تر سیوري لاندې د نړیوالې جنایي محکمې رامنځته شوی تړاو د اوسني خپلواک افغانستان لپاره حقوقي اعتبار نه لري

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د افغان حکومت د مشرتابه او…

    په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    7 اکتوبر 2026

    شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۲۲ ټنه غیرمعیاري ودانیز توکي مسترد شوي

    7 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: د افغان حکومت د مشرانو د نیولو امر د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض دی او له پخوانۍ ادارې سره د بهرني اشغال تر سیوري لاندې د نړیوالې جنایي محکمې رامنځته شوی تړاو د اوسني خپلواک افغانستان لپاره حقوقي اعتبار نه لري

    7 اکتوبر 2026

    په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    7 اکتوبر 2026

    شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۲۲ ټنه غیرمعیاري ودانیز توکي مسترد شوي

    7 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،265 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.