د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوي او په نهو نورو پروژو کې لازم تعدیلات تصویب شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې غونډې ته د بحث لپاره ۳۴ پروژې وړاندې شوې وې او له هر اړخیز بحث وروسته پنځه پروژې دویم ځل داوطلبۍ ته وړاندې شوې، درې پروژې اعاده شوي او د یوې پروژې قرارداد د کارونو د ځنډ له امله فسخ او اړوند شرکت د محرومیت کمېټې ته معرفي شوی.
خبرپاڼه کې راځي، چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د اسلامکلا سرحدي ګمرک د پارکینګ کانکریټ اچونه، بادامباغ تحقیقاتي باغ ته له قرغې بند څخه د اوبو پایپ غځول، د لوګر د محمداغې ولسوالۍ له ابازک څخه تر سیاهبیني کلي پورې د ۱۱ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان د واخان ولسوالۍ له بروغیل څخه تر بزای ګنبد پامیر خورد پورې د ۷۱ کیلومتره سړک بیارغونه او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اړتیا وړ ټکنالوژیکو وسایلو تدارک شامل دي.
همدارنګه په کابل کې د ترمینل او سړکونو جوړولو، بامیان کې د کهمرد، فاریاب کې د لولاش او پکتیکا کې د ارګون ولسوالیو د عمومي روغتونونو، په هلمند کې د بست ۳۵۰ بستریز روغتون، روغتیايي او برېښنايي وسایلو او یو شمېر نورو پروژو چارې هم شاملې دي.


