د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د یاد ولایت والي شیخ مولانا اسلامجار د ایران د اسلامي شورا مجلس د استازي او د یوه کمېسیون د مشر محمد محسن زنګنه په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په اړه خبرې کړي.
د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې د فراه او نیمروز والیانو هم ګډون درلود، ښاغلي اسلامجار د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د ټرانزیټي اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی او له ایراني پلاوي یې غوښتي، چې د لوېدیځ زون د ولایتونو له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ ودې ته زیاته پاملرنه وکړي.
بل لور ته، محمد محسن زنګنه د افغانستان د خلکو له مېلمهپالنې مننه کړې او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د هرات، فراه او نیمروز له بندرونو څخه د ټرانزیټي توکو د لېږد د زیاتوالي په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.


