د يمن انصار الله غورځنګ پوځي ویاند یحیی سریع ادعا کړې، چې ځواکونو یې د سعودي عربستان نجران او د پاچا خالد پر هوايي ډګرونو او همداراز د خمیس مشیط پر پوځي اډې د کروز او بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، توغندي خپلو ټاکل شویو اهدافو ته رسېدلي، چې له امله یې په هوايي ډګرونو کې د الوتنو بهیر ګډوډ شوی، ودانیو او الوتکو ته زیانونه اوښتي دي.
د يمن کړکېچ په پراخېدو سره حوثي ځواکونه نژدې هره ورځ پر سعودي عربستان بريدونه کوي.
ورته مهال راپورونه وايي، چې سعودي عربستان يمن کې د حوثيانو پر وړاندې جګړه کې له پاکستاني الوتکو کار اخيستی دی.


