انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ له لوري د یوه پخواني پوځي افسر د اعدام د ژوندۍ خپرونې پلان د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو له نیوکو سره مخ شوی دی. منتقدین وایي، دا کار د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې دی او ښايي مخالفو ډلو ته د تبلیغاتو زمینه برابره کړي.
د هېګسېټ په وینا، نضال حسن، چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې ۱۳ سرتیري وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي وو، د ډسمبر په درېیمه به د ډزو له لارې اعدام شي. د پنتاګون په وینا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعدام سپارښتنه منظوره کړې ده.
راپور کې راځي، چې د جمهوري غوښتونکي سناتور تام ټېلېس او د ډیموکراتانو په ګډون یو شمېر سیاستوالو د اعدام د ژوندۍ خپرونې مخالفت کړی. د ټرمپ ادارې پخواني چارواکي جو کېنټ هم د اعدام د ژوندۍ خپرونې مخالفت کړی دی.


