اسوشيټیډ پرس امریکايي رسنۍ راپور ورکړی، چې پر اوکرایني عامه بسونو د روسیې په تازه برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او په کیف کې د برېښنا پرچاوي لا پسې خرابه شوې ده.
اوکرايني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ويلي، چې د اوکراین په ختیځ کې پر هغو عامه بسونو چې له مسافرو ډک وو د روسیې یو لیزري بم چاودیدلی دی چې له امله یې ۳۰ کسان وژل شوي.
دا د هغو بریدونو د لړۍ یوه برخه ګڼل کېږي، چې په پلازمېنه اوکراين کې یې د برېښنا پرچاوي (بندښت) لا پسې زیات کړی دي.
دا سهارنی برید د اوکراین د ډونېڅک سیمې په جګړه ځپلي ښار کراماتورسک کې د بسونو یوې اډې ته نږدې شوی دی.


