انادلو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن ښايي د ایران پر وړاندې پوځي اقدام وکړي، خو د احتمالي اقدام د وخت او څرنګوالي په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
ټرمپ د انادولو خبري اژانس د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې امریکا اوس اقدام نه کوي او ولې یې موضوع د نومبر درېیمې منځمهالو ټاکنو ته تړل کېږي، وویل: «کېدای شي اقدام وکړو، ګورو به.» نوموړي ادعا وکړه چې د ایران پوځ مات شوی، سمندري او هوايي ځواک نه لري او انفلاسیون یې ۳۰۰ سلنې ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل، چې په ځواب کې تهران په سیمه کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل او د هرمز تنګي تګ راتګ یې عملاً وتاړه. د جګړې دوام د انرژۍ نړیوالې بیې لوړې کړې دي.
د جون په میاشت کې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د درولو او خبرو اترو د پیل لپاره چوکاټي تړون لاسلیک شو، خو د امنیت او هرمز تنګي د تګ راتګ په اړه د اختلافاتو له امله یې عملي کېدل له خنډ سره مخ شوي دي.


