پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځي رژیم فدرالي کابینې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت (ایمرجنسي) او د والي د واکمنۍ (ګورنر راج) د لګولو پرېکړه کړې، خو د دې پرېکړې د وروستي تصویب او عملي کېدو په اړه رسمي تایید نه دی وړاندې شوی.
د راپورونو له مخې، د امنیتي ادارو د معلوماتو د ترلاسه کېدو وروسته په فدرالي کابینه کې پر بېلابېلو وړاندیزونو بحث شوی او د وړاندیز له مخې، د پخوانۍ قبایلي سیمې اته ولسوالۍ او د ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، کرک او کوهاټ ولسوالۍ به د فدرالي حکومت تر کنټرول لاندې راشي.
همدارنګه ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ته به د ایالتي اجرائیوي مشر واکونه وسپارل شي.
د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې، د امنیتي وضعیت په اړه وړاندې شویو راپورونو ښودلې چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۲۳مې پورې په خیبر پښتونخوا کې ترهګریزې پېښې ۱۹۵ سلنه زیاتې شوې دي.
د سرچینو په حواله، په ۲۰۲۴ کال کې د پولیسو او امنیتي ادارو پر ضد د ډرون بریدونو پېښه نه وه ثبت شوې، خو په ۲۰۲۶ کال کې د دغو بریدونو شمېر ۱۷۰ ته رسېدلی دی.


