د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې د ټاکل شوي ایالتي حکومت ځنډول او په خیبر پښتونخوا کې د فدرالي بېړني حالت پلي کول ښايي په دغه هېواد کې د بېثباتۍ او تاوتریخوالي بله سرچینه شي.
نوموړي دا هم ویلي، چې په پاکستان کې کړکېچونه ورځ تر بلې ژورېږي.
خلیلزاد دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د پاکستان پوځي رژیم فدرالي کابینې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت (ایمرجنسي) او د والي د واکمنۍ (ګورنر راج) د لګولو پرېکړه کړې؛ خو د دې پرېکړې د وروستي تصویب او عملي کېدو په اړه تر اوسه رسمي تایید نه دی وړاندې شوی.
بلخوا، بیا راپورونه ورکړل شوي، چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ د احتمالي پلي کېدو په غبرګون کې د باړې بازار یو شمېر اوسېدونکي سړکونو ته راوتلي او لاریون یې پیل کړی دی. لاریونوالو ویلي، په هېڅ ډول شرایطو کې به اجازه ورنهکړي چې په ایالت کې بېړنی حالت اعلان یا د والي واکمني پلې شي.


