د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس فریلېسن او مل پلاوي سره کتلي او د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د تعامل، امنیتي وضعیت او سیمهییز ثبات په اړه یې خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، د افغان کډوالو د وضعیت او بېرته راستنېدو او بشري موضوعاتو په اړه هم بحث شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د سیمهییزو هڅو پر اهمیت هم خبرې شوې دي.


