د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک په مشرۍ به لوړپوړی پلاوی ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.
کابلوف د سیمهییز امنیت په اړه یوې ګډې غونډې ته ویلي، د دغه سفر موخه له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او پر اړوندو موضوعاتو خبرې اترې دي.
نوموړي د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی مهم بللی او ویلي یې دي چې مسکو غواړي د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا روان بهیر چټک وساتي.
تر اوسه افغانستان ته د روسیې د پلاوي د سفر کره نېټه نه ده اعلان شوې. بلخوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په همدې غونډه کې ویلي، چې افغان حکومت یو واقعیت دی چې باید ورسره تعامل وشي.


