هندوکشغږ ته رسېدلي کره معلومات ښيي، چې د بلوچستان په ځنګله بازار سيمه کې د شر او فساد ډلو د يوه مهم مشر «اکبر قومندان» چې د شاوخوا ۷۰ کسانو مشري په غاړه لري د کور د ساتونکو قومندان «رمضان سرحدي» نن مازديګر مهال د نامعلومه کسانو له لوري وژل شوی.
د شر او فساد ډلو دا مهم مشر، قومندان اکبر د کندهار ولايت، د تخته پل سيمې اصلي اوسېدونکی دی.
دغه راز وژل شوی رمضان، د عبدالخالق زوی او د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د غره کلي، د وکیل جانداد مسجد اوسېدونکی و.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، رمضان سرحدي تر دې مخکې د ملا کاکوزي د ساتونکو قومندان و او وروسته یې د اکبر قومندان د کور د ساتونکو مشري په غاړه درلوده.
که څه هم د يادې پيښې اصلي لاملونه او جزئيات لا نه دي په ډاګه شوي؛ خو بلوچستان کې د شر او فساد ډلو د مېشتو غړو د خپلمنځي اختلافاتو او شخړو په اړه تر دې وړاندې هم هندوکشغږ کره اسناد او راپورونه خپاره کړي و، چې يو بل ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.
د یادونې وړ ده چې پاکستاني استخباراتي ادارې د فرضي کرښې ها غاړې مېشت د افغان جمهوري حکومت له نظاميانو او د شر او فساد ډلو له غړو څخه د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د خپلو مخالفانو پر ضد د جګړې د پرمخ وړلو لپاره ګټه اخلي.


