د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، چې نن سهار یې د هرمز تنګي په فضا کې د امریکا یوه MQ-9 بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
د دغه ځواک په خبرپاڼه کې ویل شوي، الوتکه د هوايي دفاعي سیستم په وسیله او د ایران د متحدې هوايي دفاعي شبکې تر کنټرول لاندې په نښه او له منځه وړل شوې ده.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې دا د امریکا ۵۴مه MQ-9 بېپیلوټه الوتکه ده چې د دوی لهخوا نسکورېږي.
تر اوسه په ورکړل شوي راپور کې د امریکا د لوري غبرګون نه دی یاد شوی.
ياده دې وي، چې د يادې بې پيلوټه الوتکې قيمت شاوخوا ۳۰ ميليونه ډالره ده.


