د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد فاضل مظلوم هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د ځغاستلیکې د بیارغونې او د دغه هوايي ډګر د ساتنې او پاملرنې له پروژو لیدنه کړې ده.
نوموړي د لیدنې پر مهال د یادو پروژو د چارو پرمختګ او د پلي کېدو بهیر له نږدې څارلی، د پروژو بېلابېلې برخې یې ارزولې او د چارو پر معیاري پلي کېدو، د تخنیکي اصولو پر رعایت او د هوايي ډګر د تاسیساتو پر ساتنې او پاملرنې یې ټینګار کړی دی.


