د پنجشیر ولایت رسنیو دفتر ویلي، چې د یاد ولایت په پریان ولسوالۍ کې د ۹۳ زره او ۵۰۱ امریکايي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې له مخې به یې د شالکچې کلي ۳۹۵ کورنۍ، اووه جوماتونه او یو ښوونځی د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ، د آغاخان دفتر په همکارۍ او د یاد ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې پلې شوې ده.
په دې شبکه کې یوه چینه، د اوبو د لېږد ۱۱ زره او ۳۸۵ متره نللیکه، د ۳۹ مترمکعب ظرفیت لرونکي درې د اوبو زېرمې او کور په کور د اوبو ۲۱۶ نلونه شامل دي.
د پنجشیر د ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د دغه ولایت سیمهییزې ادارې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خلکو د څښاک پاکو اوبو اړتیا ته د رسېدنې په موخه د اوبو رسولو د بېلابېلو پراختیايي پروژو د پلي کېدو هڅې کړې دي.


