د هېواد د سترې محکمې مرستيال وياند، قاري منصور احمد حمزه وايي، چې درېګونو محاکمو په تېرو شپږو میاشتو کې د شرعي احکامو په رڼا کې (۱۵۷۱۲۳) قضیو ته رسېدنه کړې او (۸۶۳۲۲) بېلابېلې وثیقې یې هم اجرا کړې دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، له یادو قضیو څخه (۱۳۵۰۹۷) په ابتدائیه، (۱۶۱۳۹) په مرافعه او (۵۸۸۷) په تمیز محاکمو کې څېړل شوې دي.
په دغو قضیو کې د میراث اړوند (۷۷۷۸) او د نشهيي توکو او مسکراتو اړوند (۹۷۰۴) قضیې هم شاملې دي.
همدارنګه، په تېرو شپږو میاشتو کې د محاکمو د مسئولینو د هڅو او د سپینږیرو، قومي مخورو او علماء کرامو په منځګړیتوب، د قتل (۲۵۱) دوسیې د سولې او جوړجاړي له لارې حل او فصل شوې دي.
ستره محکمه تل هڅه کوي او دا خپل مسئولیت ګڼي چې د شرعي احکامو په رڼا کې د خلکو شرعي او حقوقي قضیو ته پر وخت رسېدنه وکړي، د حقونو او عدالت تأمین وکړي.


