د افغان حکومت وياند، ملا حمدالله فطرت د پاکستان د ناامنیو په تړاو د دغه هېواد د چارواکو تورونه په کلکه رد کړل.
نوموړي ويلي، چې په پاکستان کې پوځي کړۍ او امنیتي ارګانونه د خپلو امنیتي ستونزو د حل پر ځای، د پېښو پړه پر افغانستان اچوي، څو خپل ملت تېر باسي.
هغه ټينګار کړی، چې افغانستان نه د پاکستان د ناامنۍ په رامنځته کولو کې ګټه لري او نه هم په نورو هېوادونو کې د ناامنۍ د خپرولو یا تمویل امکانات لري.
د هغه په وينا، د پاکستان ناامني د اقتصادي، ټولنیزو او انساني زیانونو له امله د افغانستان او ټولې سیمې په ضرر ده.
فطرت له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغانستان د ملامتولو پر ځای پر خپلو امنیتي مسؤلیتونو تمرکز وکړي؛ ځکه پر افغانستان د تورونو لګول او د دغه هېواد د ناامنه کولو لپاره لګښتونه کول، سیمه بېثباته کوي او اقتصادي سرچینې پر بېګټې هڅو ضایع کوي.


